د ځان د پاملرنې ماټریكس : د ځان د پاملرنې لپاره یو ځای شوی چوكاټ

Format
Scientific article
Published by / Citation
El-Osta, A., Webber, D., Gnani, S., Banarsee, R., Mummery, D., Majeed, A., & Smith, P. (2019). The Self-Care Matrix: A unifying framework for self-care.-Selfcare Journal. SelfCare Journal.
Keywords
self-care
well-being
mental health

د ځان د پاملرنې ماټریكس : د ځان د پاملرنې لپاره یو ځای شوی چوكاټ

مونږ په اوږد مهالو غیر رحمی ناروغیو کې د نړیوال لوړیدو په حال کې یو، چې د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره زمونږ د وړتیا سره تړاو لری.

د روغتیا نړیوال سازمان د ځان ساتنه داسې تعریفوی : 

افرادو ، کورنیو او ټولنو وړتیا د ودې ، روغتیا ساتلو ، د ناروغۍ د مخنیوی او د روغتیا د چمتو کوونکی له ملاتړ او یا هم له مرستې پرته د ناروغۍ سره مقابله کول"

دلته څو ماډلونه شتون لری چې د افرادو د تعریف او ملاتړ هڅه کوی چې د ځان ساتنه په عمل کې ځای پر ځای کړی. په هر صورت ، د وضاحت کموالی او د ځان د پاملرنې لپاره په پراخه کچه منل شوی چوکاټ د دې لامل شوی چې کله څېړنه وکړی او په عمل کې د کارولو لپاره لارښودونه جوړ کړی، وارخطا شی.

د دې موضوعاتو د حل لپاره، د انګلستان څخه څیړونکی په دې هڅه کې دی چې یو ماټریكس جوړ کړی چې تعریفونه او چوکاټونه سره یو ځای کړی.

د موجوده ماډلونو د پراخ تحلیل په تعقیب ، څیړونکی یو ماتریكس جوړ کړ چې د ځان د پاملرنې لاندې څلور کټګورۍ تشریح کوی:

  1. فعالیتونه
  2. چلندونه
  3. چوكاټ
  4. محیط .

هیله ده چې د ځان پاملرنې ماټریكس به د مختلفو عناصرو په اړه چې د ځان ساتنه جوړوی ، زموږ پوهه ساده كړی. د ځان پالنې ماټریكس د ټولو هغو برخه لیكونو له خوا د ګټې ترلاسه کولو لپاره په پام كې نیول شوی دی چې د خپل ځان د پاملرنې د نوښتونو د مطالعې ، پرمختګ ، كمېشن او ارزونې سره مینه لری.

Share the Knowledge: ISSUP members can post in the Knowledge Share – Sign in or become a member

Share the Knowledge: ISSUP members can post in the Knowledge Share – Sign in or become a member