About Us

افغانستان له ډیرو کلونو راهیسی له یوې داسې اوږدمهاله جګړې سره لاس او ګریوان دی چې د ژوند ټولې برخې یې په پراخه توګه اغیزمنې کړیدي. د جګړې یوه ناوړه پایله په افغانستان کې د اپین  د تولید او مخدره توکو د استفادې خطرناکه زیاتوالی دی. افغانستان د دې غمیزې یو اصلي بدبخته قرباني دي او ورسره ورسره په دې هیواد کې د مخدره توکو درملنه، مخنیوی او د پوهاوي اړوند خدمات ډیر محدود دي. د دې برسیره، د کلونو ناارامیو په پایله کې د مخدره توکو درملنې او وقایې ته د یوه لومړیتوب په سترګه ندي کتل شوي او چاروکو ورته اړین پام ندی کړی. د دې تر څنګ په یاده برخه کې د تخنیکي او مسلکي کسانو په روزنه او پانګونې تر ډیره سترګې پټې شویدي. له نیکه مرغه، په تیرو اولسو کلونو کې د نړیوالو ټولنې او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د قانون د حاکمیت او مخدره توکو د مخنیوي ادارې په دې برخه کې د پام وړ مرستې کړیدي او د مخدره توکو د درملنې او وقایې په برخه کې لویې لاس ته راوړنې لیدل کیږي. هیله ده چې یادې مرستې په پوره قوت سره روانې وساتل شي.

 

د هغه مدني ټولنو او اداراتو وده او مسلکي کول چې د مخدره توکو د درملنې او وقایې په برخه کې په خدماتو لګیا دي، د تیرې لسیزې یوه مهمه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي. اوسمهال، د مسلکي شبکو رامنځ ته کول او د مسلکي توب ودې ته د هغه مهم قدم په سترګه کتل کیږي چې د مخدره توکو د ناوړه کارونې له ستونزې سره په مقابلې کې اغیز لیري او د وقایې، درملنې او رغیدنې په خدماتو کې د کیفیت لوړول تضمینولی شي. له همدې امله، مونږ له نړیوال آیسپ سره د غړیتوب او ورسره ورسره د افغانستان لپاره د ملي چپټر په تاسیس تمرکز وکړ او د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې مو د مدني ټولنو د ګډې شبکې (چتر) له لارې تعقیب او پرمخ بیولې ده. چتر هغه بنسټ دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په دې موخه تاسیس شویده چې په افغانستان کې د هغه مدني ادراتو تر منځ همغږي او اړیکې پیاوړې کړي چې د مخدره توکو د درملنې، وقایې او رغیدنې په برخه کې کارکوي او د دې تر څنګ له مخدره توکو سره تړلې د HIV/AIDS مخینوی هم د دې ادارې له اصلي موخو څخه دی. د همدې نیت له مخې چتر وپتیله چې د افغانستان ملي چپتر تاسیس کړي او  یوه کال په ترڅ یی له آیسپ سره اړیکې او خبرې اترې جارې وساتلې. بلاخره د افغانستان د ملي چپتر د تاسیس اړوند زمونږ غوښتنه ومنل شوه او مونږ ته په رسمي توګه بلنه راکړل شوه چې د لومړي ځل لپاره د کنیا هیواد د نایروبي ښار کې د آیسپ د ملي چپترونو په ناسته کې ګډون وکړو او د افغانستان د ملي چپټر استازولي وکړو.

 

چتر به د آیسپ افغانستان د ملي چپټر کوربه اداره وي. چتر یوه رسمي اداره ده او له نورو کاري شریکانو سره په ګډه د مسلکي توب ودې، د شواهدو پر بنسټ ولاړې درملنې او کړنې او د مخدره توکو د درملنې، وقایې او رغیدنې په برخه کې د اخلاقي او مسلکي معیاراتو د ترویج په برخه کې کار کوي. د چتر د لیدلورې له مخې دا اداره په افغانستان کې د یوه فعال او پیاوړې مدنې بنسټ په توګه راڅرګندیدل غواړي تر څو په اغیزمنه توګه په افغانستان کې د هغه وګړو اړتیاو ته اغیزمن حل لارې ومومي چې د مخدره توکو له استفادې اغیزمن شویدي. په عین وخت کې به د یادو وګړو، د هغو د کورنیو او ټولنو بشري حقونو ته درناوی کیږي. همداشان د خدماتو پایښت به نه یواځې د افرادو بلکې د ټولنو او کورنیو په کچه په پام کې نیول کیږي. موخه دا ده چې یاد وګړې باید بیرته ورغیږي او خپلو کورنیو او ټولنې ته د یوې سرمایې په توګه خپله وڼډه ادا کړي.

د آیسپ افغانستان موخې دا دي:

  • د هغه مسلکي کسانو د شبکې تقویه چې په هیواد کې د مخدره توکو د وقایې، درملنې او رغیدنې په برخه کې کار کوي
  • د هغه مسلکي کسانو د شبکې پیاوړتیا چې د مخدره توکو د استفادې په مخنیوي، درملې او رغیدنې کې د ټول هیواد په کچه په کار لګیا دي
  • د شواهدو پر بنسټ ولاړې کړنې، مسلکي توب، لوړ کیفیته خدمات، اخلاقي معیارات، څیړنې او د مسلکي کسانو تر منځ د پوهي خپرولو ته کار کول او له مسلکي کسانو او کاري شریکانو سره په سیمه ایزه، ملي او نړیواله کچه اړیکي پیاوړې کول
  • له نړیوالو اداراتو سره اړیکې پیاوړې کول تر څو د پرمختګ په برخه کې ګډه همکاري تقویه شي او پوهه او منابع ټولو ته ورسیږي.
  • د پوهې، پرمختګ، فرصتونو او موجوده منابعو څخه په کاري ساحاتو کې ګډه استفاده

د آیسپ افغانستان ملي چپتر ویاړ لري چې ټولو هغه مسلکي افغاناتو ته د غړیتوب بلنه ورکړي چې د مخدره توکو په مخنیوي، درملنې او رغیدنې کې کار کوي. تر څو له دې لارې په ګډه د دې مسلکي شبکې په لا پیاوړتیا کې کار او زیار وکړي. زمونږ شبکه به ټولو هغه کسان چې د مخدره توکو د غوښتنې د کمښت په برخه کې کار کوي وهڅوي تر څو د غړیتوب په صورت کې د خپلو کړنو په مسلکي توب کې لا ډیر پرمختګ وکړي.

افغانستان اوسمهال په رسمې توګه د آیسپ غړی دی او ټول هغه مسلکي کسان چې لیواله دي کولی شي د غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیکونه واستوي او دوی به د ځانګړونو په پام کې نیولو سره سم د افغانستان د ملي چپتیرغړي شي.

Connect with ISSUP Afghanistan

ISSUP Members can connect with the National Chapter in their country.
Join ISSUP or log in.